IQNA

قرآني سورې/51

په ذاریات سورې کې د انسان د پنځون دهدف بیان

16:31 - December 27, 2022
د خبر لمبر: 3486662
ایکنا-(تهران)ټول موجودات دخداوندمتعال له خوا خلق شوي دي او هر یو د پنځون په نړۍ کې ځینی موخې او ځائيګی لري. هغه څه چې په قرآن کریم کې ذکر شوي،انسان  دخداي تعالی په عبادت پسې دی څو خپلې موخې ترلاسه کړي.

د قرآن کریم یو پنځوسمه سوره ؛ذاریات؛نومیږی. دغه سوره په شپيتو آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۶ او ۲۷ سپارو کې واقع ده. ؛ذاریات؛یوه مکي سوره ده او د نزول  په تربیب کې اوه شپیتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.

 ددغې سورې د نومولو علت،په لومړي آیت کې د ؛ذاریات؛ ټکي راتلل دي . ذاریات د ؛ذاریه؛جمع ټکی دی او د هغه باد په معنا ده چې شیان په هوا کې تیت پرک کوي . دغه ټکی یوازې په دغې سورې کې راغلی دی.

د ذاریات سورې اصلي موضوع،قیامت دی. په  دغې سورې کې همدارازپه پنځون کې  د خدای نښو او توحید،د ابراهیم په کور کې د فرښتو میلمه پالنې  او د لوط قوم دعذاب لپاره د هغوي ماموریت، دحضرت موسي(ع)کسیې اود عاد قوم تاریخ او د نوح قوم برخلیک ته هم کتنه شوې ده.

ذاریات سوره ،د قیامت په ترسره کیدا کې د الهي ژمنې پرریښتونوالي مشتملوڅلورو سوګندونو سره پیلیږي. دغه سوګندونه،په ؛ذاریات؛،؛حاملات؛، جاریات او مقسمات باندې یاد شوي دی او په نهایت کې ټينګار شوی دی، هغه څه چې خداي ژمنه ورکړی ده چې تحقق به ومومي.

ورپسې ایتونه د معاد دمنکرانو په سستې او لَټې لیدتوګې په نیوکو سره دوي ته د عذاب ژمنه ورکوي.،بیا د پرهیزګارو ځانګړنې،چې  احسان کونکي او شپه ژوندي کونکي او بخښښ کونکي دي،بیانوي.

دغه سوره همداراز  په مځکې او د انسان په وجود کې  الهي نښو ته په اشارې سره ،د انسانانود روزئ سرچینې معرفي کوي.ددغې سورې په دوام کې د ځينو پیغمبرانو کیسو ته هم اشاره شوې ده. په هغو کې پر ابراهیم د فرښتو میلمه کیدا او هغه ته د زوي دزیږیدا ځيری هم شامل دی.

همداراز دحضرت موسی،د لوط د قوم،د نوح د قوم او پر دغو قومونو د الهي عذاب  کیسو ته هم اشاره شوې ده.د سورې په ورستۍ برخې کې  هم یو ځل بیا په نړۍ کې د خدای دقدرت نښو نښانو ،د خداي وآخوا ته  دانسانانو بیرته ستنیدا او د هرډول شرک ردیدا ته  پام شوی دی.

د تیرو قومونو له چلند سره د اسلام د ګران پيغمبر(ص)منګرانود غبرګون شباهت ته په پام سره ، دوي رټل شوي دي  او  دوي ته د قیامت  د ورځې په باب خبرداری ورکوي.

یو هغه د پام وړ ټکی چې په دغې سورې کې ورته اشاره شوې ده،د یوه بل ترڅنګ دانسانانو او جنانو یوځاي کیدا او دخداوندمتعال په وسیله د دوي دخلقت او پنځون د هدف مشترک والی دی. د ذاریات سورئې په ۵۶آیت کې په دې باب راغلي دی، «وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ: او جن و انس مو نه دی پنځولی له دې پرته چې زما عبادت وکړي:

د تفسیر المیزان د لیدتوګې  له پلوه،ددغه آیت په اساس، له پنځونه موخه، یوازې د خداي عبادت دی،او عبادت ، د انسان د خلقت اصلی موخه ده  چې د خداوندمتعال د رحمت او دبخښنې د جذبیدا سب کیږي.

captcha