ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، لېنډ مارک هوټل چې د امريکې د دفاعي او حکومتي چارو د يو فعال شرکت پي اې اي تقريباً پنځوس تنه مېشت دي له څو ورځو راهسې د طالب ځواکونو په محاصره کښې دی .
د دغه شرکت يو مخکيني کارکؤنکي رسنيو ته ويلي دي چې ملګري يې د تېر خالي په ورځ له مازيګر راهسې له هوټل نه د وتلو حق نه لري.
د عيني شاهدانو د وېنا له مخې په لسګونو تنو د استخباراتي ادارې په جامو کښې څو تنه له هوټل څخه له ځان سره بيوئيلي دي
د پي اے اي هوټل د پخواني کارکؤنکي د وېنا له مخې دغه شرکت د امريکا د خارجه وزارت د يوې مهمې پروژې اجرا کونکی دی .
د دغه هوټل د کلابندۍ په باب د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د مقصد په اړه لا څه څه نه دي وئیل شوي .