ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان رسمي سرچینو وئيلي دي ، په بلوچستان صوبې کې دپوځیانو پر یوه کیمپ د وسلوالو ترهه ګرو په یوځاي په دوو حملو کې چې بیګا شوي ، پوځیان او ترهه ګر سره ونښتل چې دغه مرګ ژوبلې پکې واوښتې .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن په یولړ څرګندونو کې د یرغلګرو دحملو په ناکامولو کې د امنیتي ځواک په بریالیتوب او د ترهه ګرو د نفوذڅخه ذ سیمې د پاکولو په عملیاتو پيلولو سره ووئيل ، په نوشکي سیمې کې د پوځ پر یوه کیمپ باندې په حملې کې نهه ترهه ګرو او دغه راز په پنجګورسیمې کې هم شپږ ترهه ګرهلاک شول او په دغو عملیاتو کې د پاکستان دپوځ څلور ځوانان هم وژل شوي دي.
شیخ رشید احمد دغه راز ووئيل ، حکومت او پوځ ترهه ګرو او دامنیت ګډوډونکو ته د بلوچستان صوبې د سولې او پراختیا د خرابولو اجازت نهورکوي او په راتلونکي کې به هم د ترهه ګرو اقداماتو لپاره د دوي سپيرې نقشې په لومړي فرصت کې وپيژني او شنډې به ئې کړي .
تر دې دمه ددغو حملو پړه چا په غاړه نه ده اخستې ،خو وئيل کیږي ، دپاکستان په بلوچستان صوبې کې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د بلوچستان بیلتون غواړي ډله (بي ایل ایف) په همداوروستیو کې لاس سره یو کړی او د پاکستان د حکومتی تاسیساتو او عمومي ځایونو او خلکو په ضد ئې خپلو ورانکارو اقداماتو ته دوام ورکړی دی .