IQNA

ټول دې د هراړخیزې سولې لپاره لاس په دعا شي

14:02 - January 26, 2022
د خبر لمبر: 3485324
تهران (ایکنا)- د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس وړاندیز کړی دی ،چې نن چارشنبې ورځې دې درست د سولې د پوره کیدا لپاره  دعا وکړي

ایکناخبری آژانس  د الیوم السابع له قوله راپور راکړ،د نړۍ د کاتولیکانو رهبرپاپ فرانسیسپه واټیکان کې د دوو مسیحي پادریانو د سوګند د دستورو ترسره کیدا ته په شارې سره او ددې خبرې په کولو سره چې د سولې او ورورولۍ  ملاتړي  به یاست ،ووئيل ،زه په ډيرې انديښنې سره  دهغو تاؤتریخوالو زیاتیدا تعقیبوم ،چې په اوکراین کې ئئې سولې ته خطره راولاړه کړې  او داروپا ستر براعظم امنیت  له خطرې سره مخامخوي ،  او په ځان پسې پراخې منفي پایلې لري .

 هغه په دوام کې زیاته  کړې،د نړۍ له درستو خیر غواړو زما غوښته دا ده چې د خداوندمتعال په درګاه کې دې دعا وکړي ، څو سیاسی اقدامات د انسانیّت او ورورولۍ په خدمت کې شي ،نه د چا د شخصي ګټو په خدمت کې  .

 پاپ فرانسیس  په دوام کې ووئيل ، مونږ درست سره وروڼه پنځول شوي یوو ، په همدې دلیل په اندیښنې او اوسنیو تاؤتریخوالو ته په پام سره، وړاندیز کوم  چې نن ،یعني دسلواغې دمیاشتې په شپږمه  نیټه چارشنبې ورځې  دې د سولې لپاره ددعا ورځ شي  او په دغې ورځې  درست د سلوې لپاره دعا  وکړي .

د وئیلو ده دونباس سیمه د اوکراین په ختیځ کې د روس توکمو د اوسیدو ځاي دی او له ۲۰۱۴کال څخه روسانو دغه سیمه په دوو جمهوریتونو ،یعني دونتسک او لوګانسک ویشلې ده او د اوکراین له حکومته ئې د دوه خپلواکه ځاي حکومتونه جوړ کړي دي .

روسانو په کرتو،د اختلافاتو د حل او موافقې ته د رسیدا لباره ددغو دوو سیمو له استازو سره د اوکراین د حکومت د خبرواتروغوښته کړې،خو د کي یف چارواکو ماسکو د بیلتون غواړو په ملاتړ او لمسونې تورنه کړې او ددغو سیمو له استازو سره ئې  هر ډول خبرې اترې رد کړي دي . د اوکرانی او روسیې دغه اختلافاتو  اوس درستې اروپا راګیره کړې او وئيل کیږي،که د روسیې او اوکراین تر مینځ اختلافات هوار نشي ،نو ښائي د یوه بل ستر نړیوال جنګ چې امریکا او اروپا ئې د رامینځةکولو لپاره لمسونې کوي،جدي خطره  درسته سیمه ګواښي .

 https://iqna.ir/fa/news/4031568/پاپ-واتیکان-خواستار-دعا

captcha