ایکناخبری آژآنس راپور ورکړی ، استاد طاروطي پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي ، شیخ محمد اللیثي له خپل پلاره پنځه کاله مخکې وفات شو ، کله چې د اللیثي پلار پنځه کاله وروسته وفات شو ، نو دهغه مقبره ئې پرانیسته څو پلار ورسره ښخ کړي .هغه کس چې د قبر چارې ئې ترسره کولې ، د استاد اللیسي یوۀدوست ته غږ وکړ او وې وئيل ، اې فلانیه زر راشه او دا وګوره ، ستا رفیق او ملګری څرنګه په قبر کې ښکاري ، دهغه د لاس ګوتې اوږدې او صافې وې ، شیخ خو په دې شکل سره دفن شوی نه ؤ . د شیخ لاس ئې کله لمس کړ او وې لیدل چې سالم پاتې دی ، حتی دهغه خداي بخښلي یوه دوست هم د هغه مړی لمس کړ چې په بشپړ توګه له پنځو کلونو مړینې وروسته هم سالم پاتې دی
په دې اړه د شیخ اللیثي دقبر او مړي بشپړ فلم په دغې ویډیوېي کلیپ کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .