د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ په دغه خبر پاڼه کښې ادعا وکړه د سیډني پاول حقوقي عریضې په شخصي ظرفیت سره ترسره شوي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمیرنو باندې اعتراض کښې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمیټۍ ډیرې شکایتونه د ټرمپ د شخصي وکیل« روډي جولیاني »، «سیډني پاول» او د نورو وکیلانو لخوا تنظیم شوي او محکمو ته وړاندې شوي دي .
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شوي دي او د رسنیو راپورونه وايي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د درې سوه شپږو (۳۰۲) الیکټرول رایو په ترلاسه کولو سره په انتخاباتو کښې بریالی شوی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ تراوسه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي نه ده منلي او هماغه راز په انتخاباتو کښې د درغلۍ موضوع مطرح کوي .
تهران راډیو