دغه صندوق نن د ماشومانو د حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل افغانستان ، کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ، عراق ، یمن ، نایجریا ، سومالیا ، سوډان ، سوریه او مرکزي افریقا جمهوریت په تیر میلادي کال کښې د د ماشومانو لپاره ترټولو خطرناک هیوادونو پیژندل شوي دي .
په دغه راپور کښې وویل شوي دي چې کابو یوسل شپیته (۱۶۰) میلیونه ماشومان د جنګ او جګړو په سیمو کښې لویږي .
دغه راز د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت، یونیسف یا د ماشومان ملاتړ صندوق هم ویلي، د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي نوره هم زیاته شوې ده او د قرنطینه پر مهال نژدې یو لک ماشومان نوي په خوارځواکۍ اخته شوي دي
تهران راډیو