د ایکنا راپور له مخې، د قاف قرآنی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې د کربلا سپوږمیزه چینلو مجموعه سره تړلې د قرآنی چینل په همت سره او د هدی للمتقین پروګرام په قالب کښې پیل کېږي.
د دغه مقابلو مقدماتي مرحله چې د ټول عمرونو مقابله کوونکو ته شامله ده، له نن(۴ بهمن) نه شورو کېږي او اخیرنۍ مرحله به یی د رمضان په میاشته کښې په کربلا کښې پيل کېږي.
د دغه مقابلو د مقدماتي مرحلې په اخیره کښې د عراق له هر ولایت نه ۱۰ وتلې قاریان انتخاب کېږي او د مقابلو په اخیرنۍ مرحله کښې به چې په کربلا کښې پيل کېږي مقابله کوې چې په اخیره کښې به درې کسان له هغو نه انتخاب کېږي.
همدارنګه د دغه مقابلو فعالیتونه به د کربلا سپوږمیزه چینل قرآن نه خپرېږي او د جوایزو ډالي کولو سره دغه وتلې درې کسانو ته ارزښتمن مالي جایزه هم ډالي کېږي، نورو جایزې به هم له هر ولایت نه لس انتخاب شوې کسانو ته چې اخیرنۍ مرحلې ته یی لار نه موندلې ډالي کېږي.
د راپور پر اساس، د دغه مقابلو لومړۍ مقام ترلاسه کوونکې ته به درې ملیونه عراقی دینار، د امام حسین علیه السلام له حرم نه د قرآن تلاوت او اذان کولو شرف او دویم کس ته به دوه ملیونه عراقی دینار او دریم کس ته به یو ملیون عراقی دینار ډالي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3792394