IQNA

طالبانو د افغانستان په شمال کښې څلور کلي ونیول

0:33 - July 07, 2018
د خبر لمبر: 3481307
نړیواله ډله: د افغانستان د شمال د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کښې څلور کلي د طالبانو په حملې کښې دغې ډلې ونیول.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بلخ د ولایتي شورا مشر وویل: طالب وسله والو بیګا د دې ولایت د چمتال ولسوالۍ په اطرافو کښې پراخې حملې پيل کړې چې له امله یې د یادې ولسوالۍ څلورو کلو سقوط وکړ.
افضل حُدید نن وویل: همدا اوس د چمتال ولسوالۍ مرکز د طالبانو لخوا کلابند دی او له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دی.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان دراني هم وویل: د چمتال ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمینځ سخته نښته لاهم روانه ده او پکښې دوه پولیس زخمي شوي دي.
د ویلو ده چې چمتال ولسوالي په تیرو څو میاشتو کښې څو څو وارې د افغانستان د پوځي ځواکونو او طالب وسله والو لخوا نیول شوې ده.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74408 
captcha