د ایکنا راپور له مخې، د Panet.co.il نه په نقل، د قرآن کریم حفظ مرکز د ناصره ښار په السلام (سوله) جومات کښې پرانیستا وشوه او دا د فلسطینی ماشومانو لپاره چې په دغه ښار کښې مېشت دې د قرآن کریم حفظ دورو او کلاسونو کښې د ګډون ښه فرصت دي.
د فلسطین ماشومان په دې مرکز کښې د قران کریم حفظ سره، روزنې درسونه او اخلاق هم ترلاسه کوي.
د ناصره ښار سولې جومات امام شیخ ضیاء الدین ابواحمد، د دې مرکز د پرانیستا په اړه وویل: نن زمونږ ماشومان د قرآن کریم ښودو ته سخته اړتیا لري، ځکه چې د دې نسل ترمنځه قرآن کریم مهجور پاتې دی او د دوې مخه له قرآن نه زیات موسیقۍ، ډرامو او نورو دارنګه څیزونو ته ده، دا ښار د حضرت عیسی علیه السلام د ماشومتوب په هکله مشهور دي.
http://iqna.ir/fa/news/3695100