IQNA

د پلاربللی ډایرکټر:

قرآن د رحمت کلمی سره شروع کېږی

4:23 - December 10, 2015
د خبر لمبر: 3461880
نړیواله ډله: فرانسیس فورد کوپولا، د آمریکایی نومیالی ډایرکټر وویل: اسلام د رحمت او سړی سینی دین دی او د قرآن کریم آیاتونو شروع له رحمت کلمه سره شروع کېږی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی نړیواله خبرونو بنسټ(ابنا) نه په نقل، فرانسیس فورد کوپولا، د آمریکایی نومیالی ډایرکټر یو مطبوعاتی کانفرانس کې د مراکش فلم نړواله جشنوزمه کې وویل: اسلام د رحمت او سړی سینی دین دی او د قرآن کریم آیاتونو شروع له رحمت کلمه سره شروع کېږی او د مسلمانانو خدای، مهربانه خدای دی.
هغه زیاته کړه: اسلام هغه دین دی چې د هغی په وسیله کلتورونه جوړ شوی چې د دې نړۍ پرمختګ او ښکلا کې نقش لری، د نړۍ چې ټول انسانان په کې راټول دی او د محبت او عشق پیغام ورکوی او ټول اتحاد او یووالی ته یی بللی.
دا امریکایی ډایرکټر، د مراکش فلم نړیواله جشنوزمه رسمی مقابلو داور ګڼلی کېږی، دا جشنوزمه د جمعه په ورځ ۱۳آذر نه شروع کېږی چې تر ۱۰ ورځو به ادامه لری.
فرانسیس فورد کاپولا ډایرکټر او فلم لیکوونکې د نړۍ د سینما نومیاولی کس دی چې پنځه اسکار جایزی، څلور ګولډن ګلوب او دوه نخل طلا کن چایزی یی ترلاسه کړی او ۷۶ کلیزه دی.
فرانسیس فورد کاپولا چې نړیواله شهرت یی «پلاربللی» فلم نه ترلاسه کړو، د کال ۱۹۳۹ اپریل کې د امریکا میشیګان ایتالیایی اصل کورنۍ کې زېږېدلى. چې ورستو یی «فورد» نوم د «فورد» موټرو کمپنۍ جوړوونکې په نوم خپل نوم خوښ کړو.
کاپولا ۱۰کلنی کې د پلار ۸ میلی مټر دوربین نه استفاده کولو او فلم اخیستلو او فلمی نړۍ سره آشنا شو او همدارنګه یی دا شوق او کنجکاوی تر اوچتی زدکړو پوری وساتلو او د فلم ډایرکټر مدرک یی له فلم جوړوونکې پوهنتون UCLA نه ترلاسه کړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3460244

captcha