IQNA

افغانستان مسلکي ساینسي کارکوونکو ته اړتیا لري 

6:54 - December 20, 2023
د خبر لمبر: 3488448
ایکنانیوز - د افغانستان په شمال کې د بلخ پوهنتون مشر  ووئیل، د هیواد د مشکلاتو زیاتره برخه د مسلکي کارپوهانو په زیار او هڅو سره  حل کیدلی شي.

ایکنا نیوز د آوا له قوله راپور راکړ، د افغانستان په مزارشریف ښار کې  دبلخ پوهنتون  سرپرست مولوی حیات ا... حقجو د بلخ ولایت د تیلو اوګیسو دانسټيټوټ  د محصیلینو د یوې ډلې  فارغ التحصیلۍ ته په اشارې سره  ووئيل، په ټولو علمي او تجروبي ډګرونو کې د محصیلینو د زده کړې او ودې زمینې برابرې شوي دي  او دوي  د  ځان او کاری ټولنې لپاره لازم  ظرفیّتونه او توانمنۍ  کارولی شي.

هغه زیاته کړې ده ،افغانستان مسلکي ساینسي تجروبه کارې عملې ته اړتیا لري ، له همدې امله  د طالبانو د حکومت مسئولان د اسلامی، ساینسي او کلتوری ارزښتونو د ودې په ډګر کې زیاته توجه کوي او هیڅ هڅه به ونه سپموي.

مولوي حقجو  ووئيل، د ځوانانو د زده کړې لپاره زمینه جوړول د حکومت یو لومړیتوب دی او زه  له محصیلینو غواړم چې  له دغه فرصته ګټه بورته کړي څو په ټولنې کې  خدمتونه وکړي او دهیواد په پرمختګ کې ونډه ولری.  

په عین حال کې   د بلخ ولایت د تیلو اوګیسو د انسټيټیوټ یوشمیر فارغ التحصیلانو هم له آوا خبری آژانس سره به خبرو کې د زده  کړو په بشپړولو باندې په خوښۍ ښودلو سره  له حکومته خپله ترټولو مهمه غوښته د کار د زمینې برابرول بللي  څو له دې لارې  دورځنیو مالی اړتیاؤ په پوره کولو سره د هیواد د ودې او پراختیا په لاره کې ګامونه پورته کړي.

https://www.avapress.com/ps/news/282479/ 

captcha