IQNA

پوهنتون باید ژوندئ او امید رامینځة کونکي وي

15:27 - December 07, 2022
د خبر لمبر: 3486565
ایکنا-(تهران)ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په ایران کې د محصیل ورځ د دښمن پیژندنې،ددښمن په سترګو کې دسترګو غړولو او د محصیلینو له خوا د احساس،بصیرت او مسئولیّت بیلګه وبلله.

 ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د تهران په پوهنتون کې د محصیل د ورځې په دستورو کې پخپلې وینا کې دغه ورځ د هیواد لپاره د امید او هیلې ورځ وبلله او ټينګار ئې وک،دغه ورځ،د فکر،غوړید او د پوهنتونونو لپاره د شرائطو او وضعیّت د شرائطود پيژندنې لپاره او څاره بیلګه  ده.

د اسلامی ایران ولسمشرددې خبرې په کولو سره چې پوهنتون د فکر کوټه او دمشورو مرکز دی، ووئيل،محصیلین باید د مسئلو دحل لپاره له حکومت سره ملګرتیا وکړي.

ابراهیم ریسي ټينګار وکړ،محصیلین د ټولنې مسئلې او مشکلات په لاښه ډول څاري او له محصیلینو سره ارتباط د ځان لپاره یو ویاړ او د شخصیّتونو له نظرونو څخه د استفادې لپاره یو غنیمت ګڼم.

 هغه ووئیل نن سبا پوهنتون دښمن ته سخت ګوزار ورکړی دی او دښمن غواړي ،پوهنتون له زده کړې او علمي پرمختګ او علم زده کونې وغړوي،خو محصیلینو او استاذانو دښمن ناکام کړی دی.

ابراهیم ریئسي پخپې وینا کې په دې خبرې په ټينګار سره چې اعتراضونه باید واوریدل شي او مونږ تل د محصیلینو د خبرو آوریدو لپاره هوډمن یوو،ووئيل؛اعتراض او بلوه  فرق لري،اعتراض د چارو داصلاح او کمال سبب کیږي او بلوه د ناامیدئ او ورانکارئ سبب کیږي.هغه ددې خبرې په یادولو سره چې امریکایان په ورانکارۍ پسې دي او غواړي، د  یوه پیاوړي ایران د بڼه موندنې په ځاي یو وران شوی ایران وویني،ټينګار وکړ، دوي غواړي دا ټاټوبی سوریه او افغانستان شي،خو محاسباتي تیروتي دي او ایراني ښځې او سړي او ځوانان دوي ته ددغه شان کارونو اجازت نه ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4105176/%D8 

captcha