IQNA

د پاکستان په کویټه کې په ځان مرګي برید کې بیا دکابو دیرشو کسانو وینه وبهول شوه

10:32 - November 30, 2022
د خبر لمبر: 3486531
ایکنا-(تهران)د پاکستان خبرو سرچینو وئيلي دي،په پاکستان کې په تیره بیا په بلوچستان صوبې کې ترهه ګرو ،تکفیری  او بیلتون غواړو ډلو ټپلو د سیمې د اوسیدونکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې  دیوشمیر کسانو جنازې پورته نشي . دا هم وئيل شوي دی چې د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي هم  دوه ورځې مخکې دپاکستان له حکومت سره ترسره شوی اور بند هم لغوه کړی دی.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه مرکز پولیسو وئيلي دي نن سهار وختي د پولیسو له یوه ګاډي سره  د یوې رکشې په ټکر سره  درې کسان وژل شوي او اته ویشت نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د اعلامیې په خاساس دغه چاودنه د کویټه د بلیلي کسټم هاؤس سره  نزدې هاله شوې چې د پولیسود ګزمې یو ګاډي سره یوه رکشته جنګول شوې او وئيل کیږي، چې دا ځان مرګی برید ؤ او دڅیړنو په اساس په رکشې کې پنځه ویشت کلوګرامه چاودیدونکي توکي ځاي په ځاي شوي وو.  دا هم وئيل شوي دي چې په ټپیانو کې  شل دپولیس ماموران او اته نور عام خلک دي.

  د خپل عادت په  اساس ،دپاکستان  امنیتی ځواک دپيښې ځاي ته رسیدلي  او سیمه ئې کلابند کړې ده  او پلټنې روانې دي.

د کویټه د پولیسو ډي آئي جي په یولړ څرګندونې کې وئيلي دی پولیس په ماموریت روان ؤ  چې د رکشې ډرائيور له ګاډي سره  ډغره وهلې  او دغه پیښه رامینځة شوې ده.

دپاکستان ولسمشر او لومړي وزیر پخپلو جلاجلا خبرتیاؤ کې په دغې پيښې افسوس او غوسه ښودلې او  اړونده ادارو ته ئې د سملاسي   څیړنو امر کړ ی او وئیلي ئې دي چې  ددغه جنایت عاملان به زر وپيژندل او سزا شي.

د خبر ترمخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو کره سرچینې وآئي چې  په پاکستان کې په تیره بیا په بلوچستان صوبې کې ترهه ګرو  تکفیری  او بیلتون غواړو ډلو ټپلو د سیمې د اوسیدونکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې  دیوشمیر کسانو جنازې پورته نشي . دا هم وئيل شوي دی چې د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي هم  دوه ورځې مخکې دپاکستان له حکومت سره ترسره شوی اور بند هم لغوه کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/09/09/2814292/2-% -%D9%88-24-

captcha