په اسلامی نړۍ کې د قران د اجتماعي تفسیر د دوهم نړیوال کنفرانس اجرائي منشي میرمن مرضیه محصص ایکنا خبری آژانس ته ووئيل،ددغه کنفرانس دوهه پړاؤ به د اسلامی کلتور او مطالعاتو ایرانئ ټولنې له خوا ترسره شي .
میرمن مخصص زیاته کړې دغه سمینار له ډير وخت مخکې راهسې دپوهنتون او حوزې له استاذانو او دنظر خاوندانو څخه د مقالو ورلیږلو غوښته کړې ده او ددغو مقالو د عنوانونو دورلیږلو نیټه هم د روان کال د جنورۍتر مینځیو پورې وه اود اصل مقالو د لیږلو نیټه هم د سلواغې دیرشمه نیټه اعلان شوې ده.
هغې ددې خبرې په کولو سره چې سمینار د کب یا هوت د میاشتې په شلمه نیټه ترسره شی،ووئيل؛ګروهمن کسان دخپلو مقالو عنوانونه او اصلي مقالې په secondsocialinterpreation@gmail.com ایمیل باندې رالیږلی شي.
په اسلامی نړۍ کې د قرآن د اجتماعي تفسیر د دوهم نړیوال سمینار اجرائي منشي روښانه کړې ده،د رهبرۍ د سترمقام په آثارو کې اجتماعي تفسیر،د امام خمینی په آثارو کې اجتماعي تفسیر،د اسلامی امت وحدت او په وړاندې ئې چیلنجوه، دین او د کارندوالی موضوع،د قرآني تعلیماتو په سیوري کې د اسلامی نړۍ راتلونکی، میرمن او اجتماعي مسئولیت دده سمینار چورلیزي موضوعګانې دي.
میرمن مخصص دغه راز زیاته کړې ده،په دغه نړیوال سمینار کې د تهران پوهنتون، دشهید بهشتی پوهنتون،د انساني علومواو کلتوری مطاعلاتو څيړنیز مرکز،د علامه طباطبائي پوهنتون او پيام نور پوهنتون ګډون کوي.