IQNA

بسیج،د حق د کلمې دلوړتیا لپاره یو مجاهدانه منظم شوی حرکت دی

18:36 - November 25, 2022
د خبر لمبر: 3486506
 ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبري  بسیج د حق د کلمې د لوړتیا ااو  کفر،شرک او باطل د کلمې د نابودۍ لپاره د ارواښاد لارښود او د ټولنې له ولي سره یو مجاهدانه  او مومنانه منظم شوی حرکت وباله او وې وئيل، په دغه تعریف سره د بسیج،مفهوم،بسیجي  تفکر ،کلتور او د بسیج امتحانونه قرآن او داسلام  د ګران پيغمبر (ص)سیرت ته په مراجعه کولو سره  درک کولی شو.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب حاج علی اکبري د جمعې لمانځه په خطبو کې چې په امام خمیني مصلا یا عیدګاه کې ترسره شوې د بسیج اونۍ او د حضرت امام خمیني په لاس د مستضعفینو د بسیجي ځواک   د  تاسیس دکلیزې رارسیدا ته په اشارې سره ووئيل،د بسیجي ځواک تاسیسد جاسوسۍ دځالې له فتح کیدا یوازې ۲۲ورځې وروسته ترسره شو او دا هغه وخت ؤ چې اسلامی انقلاب له نړۍ خورې امریکا سره  نیغ په نیغه مخامخیدنې ته وارد شوی ؤ.

هغه زیاته کړه دغه اقدام د ارواښاد امام پر زړه یو قدسي الهام ؤ او ددغه رباني حکیم نوراني او منیر ضمیر  دغه الهي عنایت ترلاسه کړ او مونږ وینو چې  ارواښاد امام  هم نهه کاله وروسته د ۱۳۶۷لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په دوهمه نیټه په یوه آسماني او ژور پیغام کې په مقدسې دفاع کې د بسیج معجزناکې ځلا ګانې نندارې ته وړاندې کړې.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې بسیج د پرمختګ لباره دهیواد امید او هیله ده ووئيل؛ هم بسیجي تفکر او هم د بسیج اورګان د ایران د ملت او اسلامی انقلاب هیلو ته د رسیدا لپاره دمونږ امید دی.مونږ د بسیجي تفکر معجزه په مقدسې دفاع، دهیواد په بیا رغاونې ، داسلامی انقلاب د کلتور په دفاع ،په هیواد کې دعلم او پوهې په پرمختګ، له فتنو سره په مقابلې او د مقاومت په سیمې کې دهیواد امنیت په بشپړولو  کې ولید، مونږ د بسیجي تفکر دوام دلبنان په حزب الله ،د یمن په انصار الله کې ،په فلسطینیو مجاهدینو کې ،د سورئې په قوات الوطنی  کې ، دعراق په الحشد الشعبي کې  او د دنیا په ګوټ ګوټ کې  ولید او دغه وَنه دایما میوه ورکوي او ژورې او تل پاتې ریښې لري  چې  هم په الهي سنتونو کې ریښه لري او  اوا هم په الهي رضا اوعنایت کې ریښه لري  او هم  دغه ریښې په دغه لوي او عظیم ملت کې د ځوانانو په وینو سره خړونه شوې  او اوس دغه تنوَره ونه برکتناکه او میوې ورکونکي شوې ده. په همدې خاطر ده چې دښمنان سربداله او غوسه شوي ،البته دشهید بهشتي په تعبیر،دښمنان دې له دغې غوسې ومري،ځّکه دغه لاره دوام لري . د په وړاندې  لارو لپاره  هم بیا هم همدغه حیات بخښونکي تفکر او  د امت هر اړخیز او عمومی اورګان ته د امید ستر ګې اوښتي  دي.هغه یادونه وکړه ، بسیجی ځوان ،پرګنې و بسیجي کوڅې د درستو ټولګو سره د ملګرتیا ترڅنګ د دښمن د نفوذ خیال هم وساتي  او په هنرمندۍ سره خدماتونه وړاندې کړي او خلک له دغو ټولو چارو خبر کاندي چې هیله مند یوو ، دخداي په مرستې او مهربانۍ سره  او  د  درستو عزیزانو په همت سره به او په ټولو پرګنو ااو ډلوټپلو او اصنافو کې د میړنیو  بسیجیانو او بسیجي تفکر په مرستې سره د هیواد د هراړخیز  ملاتړ کې د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې  له ښې شپې ورځې  ولرل شو.

https://iqna.ir/fa/news/4102197/%D8%

captcha