قرآن کریم د شلمې سورې نامه سجده ده . داسوره په مکې کې نازله شوې او یویشت آیتونه لري او د قرآن کریم په یویشتمې سپارې یا جزوې کې واقع ده او پر پیغمبر اکرم(ص)باندې نازیلیدونکي پنځه اویایمه سوره ده.
په دغې سورې کې د پنځلسم آیت په لوستو یا آوریدو سره په انسان سجده واجبیږي او په همدې وجه ددغې سورې نامه هم سجده کیښودل شوې ده . ددغې سورې په پنځلسم آ یت کې خداي تعالی دمومن نښه بیان کړې ده چې هغه دخدای د نښو نښانو په یادولو سره پر خاورې سجده کوي.
د سجدې په سورې کې د قیامت ،د پنځونې شپږمرحلې او له خټې څخه دپنځونې ذکر شوی دی او د قیامت منکرانو ته خبرداری، په داسې حال کې چې مومن ته د داسې بدلې یا غچ اخستلو په باب وئیل شوي دي چې خیال ئې هم نه کیږي.
علامه طباطبائي ددغې سورې د موخې په باب وئيلي دي چې په دغې سورې کې د کتاب او نبوت،په مومنانو او فاسقانو کې د توپیر اوپه دنیا کې د عذاب اوثواب نه اټکل کیدونکي بدلې او په دنیا کې فاسقانو ته د عذاب په څير د موضوعګانو په اړه خبرې شوي دي.
دسجدې سوره د ایمان،قیامت او د پيدايښت او پنځونې په پیاوړتیا باندې د ایمان لپاره دی وې قدرتمنې سورې په توګه شمیرل کیږي.
په دغې سورې کې په پیل کې د قرآن کریم دعظمت او دخداي پاک له خوا ئې د نازلیدا باندې خبرې شوي دی او بیا د خدای د عظمت دنښو او د مّځکې او آسمان د منظمې چلونې او کارندوالي باندې هم خبرې شوي دي . له خټې څخه د انسان د پنځونې او په دې کې د خداي د روح د پوو کونې ، دعلم او پوهې دترلاسه کونې او دمرګ او له مرګه د وروسته زمانې په باب پکې خبرې شوي دي. همداراز په دغې سورې کې مومنانو ته د جنت ځيری او فاسقانو ته دجهنم ځيری او وعده ورکړل شوې ده . په پیل کې مومن او فاسق ته د ورکړل شوو امتیازونو په اړه هم خبره شوې ده او دمومن دداسې غچ اختسنې په اړه چې تصوّر ئې نه کیږي ،خبره شوې او فاسقانو ته د ډير سخت عذاب خبر ورکړل شوی دی او دغه راز په آخرت کې هم د سخت او دردناک عذاب او په دغې اوسنۍ دنیا کې هم د عذاب دورکولو وئيل شوي دي.