ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران درست اسلامي ایران له بیګاراهسې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د رحلت او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دوهم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام د شهادت په غم کښې په ویر او ماتم کښې ډوب دی.
نن د یکشنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې پینځویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه څلورڅلویښتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې اته ویشتمې نیټې سره سمون خوري او دا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د رحلت او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دوهم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابره ده.
د اسلام ګران پیغمبر په یولسم هجري قمري کال کښې له خپل رحلت څخه مخکې په مهربانۍ سره د نبوي شریعت احکام او حکمونه په ډيرې ښې رودې او په عین حال کښې په متین او محکم ډول بیان کړل او د دین د حق معارفو په دودولو او خپرولو او د هغه په هدایتولو کښې یې په تر ټولو ښه ممکن ډول هڅه وکړه.
د نړۍ د شیعه مسلمانانو دوهم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام ته چې کابو دیرش کاله یې د نړۍ د شیعه مسلمانانو له لومړي امام او له خپل ګران پلار حضرت علي بن طالب علیه السلام کار کاوه د پنځوسم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اتویشتمه نیټه په اوه څلویښت کلنۍ کښې د واکمن معاویه په حکم او د امام حسن مجتبی د ښځې په لاس زهر ورکړل شول او هغه شهید کړی شو.
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د رحلت او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دوهم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام د شهادت د کلیزې په هکله ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته تسلیت وايي.