IQNA

د قرآن سورې/ 2

په قران کښې درې ډوله علمونه بیان شوي

16:44 - May 16, 2022
د خبر لمبر: 3485808
تهران(ایکنا)- په مسائیلو پوهیدا او خبریدا ته تل پام اوښتی دی

 خو په زړه پورې خبره دا ده چې پوه شو د قران له نظره په ځینو مسائیلو پوهیدل بې ګټې او حتی تاوان رسونکي دي او هغه کسان چې په دغو مسائیلو پسې دي رټل شوي دي .
په قران کښې درې ډول علمونه مطرح شوي دي ګټور علم، تاواني علم،او داسې علم چې نه ګټور دی او نه تاواني.
د ګټور علم ترلاسه کول دومره اهمیت لري چې حضرت موسی(ع) د هغه د موندلو لپاره یو استاد او راهنما لټوه او کله چې له خضر سره اشنا شوله هغه یې وغوښتل داسې علم چې د ودې او پرمختګ سبب کیږي هغه ته وروښيي؛«هل اتبعک علی ان تعلمن مماعلمت رشدا»(کهف/۶۶)
د قران کریم د بقرې سورې په ۲۵۹ ایت کښې هم راغلي دي عزیز پیغمبر د خدای په حکم سل کاله ویده کیږي چې د مردګانو د ژوندي کیدا تجربه ترلاسه کړي.
څرنګه چې بله بیلګه یې د بقرې سورې په ۲۶۰ ایت کښې بیان شوي ده چې خدای پاک د حضرت ابراهیم علیه السلام د زړه د ډا‌ډ لپاره هغه د څلورو مرغانو د وژلو د هغوې د غوښو د یو ځاې کولو او د هغوې د ژوندي کیدا د حس لیدلو ته وربولي.
خو په قران کښې تاواني علم او غیر ګټور علم ته هم اشاره شوي ده ؛داسې علمونه چې د انسان لپاره بدې اغیزې له ځان سره لرلی شي .
د بیلګې په توګه په قران کریم کښې داسې ډلې ته اشاره شوي ده چې د مضر علم د ترلاسه کولو کوشش کوي:« ویتعلمون ما یضرهم ولا ینفهم»(بقره۱۰۲)
خو ځینې علمونه شته چې نه ګټور دي او نه تاواني خو ترلاسه کول یې هیڅ ګټخ نلري.خو بیا هم ځینې کسان د دغو علمونو د ترلاسه کولو هڅه کوي او حتی د هغو په هکله له یو بل سره شخړه کوي؛ د بیلګې په توګه یو شمیر کسان د اصحاف کهف د کسانو د شمیر په هکله د نظر اختلاف لري (کهف/۲۲)او قران کریم د نظر په دغه اختلاف نیوکه کړي ده او هغه بې ګټې او بې نتیجې ګڼي او فرمايي: د غیر ګټورو شیانو د شمیر او تعداد پرځای د هدف په هکله فکر وکړئ او په بې هدفه شیانو پسې مه ګرځئ.
اصحاب کهف داسې عیسایان ووچې د خپل ایمان د ساتلو او د« دقیانوس»(۲۵۱-۲۰۱م) له ظلم څخه په امان کښې د پاتې کیدا لپاره یوه غار ته لاړل او هلته په ژور خوب ویده شول چې کابو ۳۰۹ کاله اوږد شو .
په قران کریم کښې د کهف په نوم یوه سوره شته او له اتم څخه تر شپږویشتم ایتونو کښې د دغو مومنانو پیښې ته اشاره شوي ده.

تړلې خبرونه
captcha