IQNA

قزاقستان کښې د قران د خوشنویسۍ نندرتون جوړ شو

17:28 - May 13, 2022
د خبر لمبر: 3485795
تهران(ایکنا) د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د موسسې د تبلیغ د نړیوالې ادارې په ملاتړ او په قزاقستان کښې د ایران د کلتوري مرکز په مشارکت سره د قران د

خوشنویسۍ نندرتون د غوايي د میاشتې په ۲۱ نیټه د قزاقستان هیواد په پلازمینې نور سلطان ښار کښې په کازګیو پوهنتون کښې پرانیستل شو.
ایکنا خبري اژانس په قزاقستان کښې د ایران د کلتوري مرکز په قول راپور ورکړ، د نندرتون د پرانیستلو په مراسمو کښې چې د کازګیو پوهنتون د قائم مقام اینور کاربوزاوا ، د دغه پوهنتنون د نړیوالې برخې د مشرشینار زاکییوا ، په قزاقستان کښې د ایران د سفیر مجید صمد زاده اوپه دغه هیواد کښې د ایران د کلتوري سلایار علي اکبر طالبي متین په ګډون سره ترسره شو.
د ایران سفیر مجید صمد زاده وویل ایران او قزاقستان زړې تاریخي اړیکې لري او د دواړو هیوادونو اړیکې مخ په زیاتیدا او مخ په پراختیا دي.
صمد زاده زیاته کړه: د قران کریم د خوشنویسۍ په دغه نندرتون کښې د خط معلی د قران د خوشنویسۍ هنرمند محسن ابراهیمي ډیر ارزښمن اثار ننذرې ته وړاندې کړي دي کوم چې د ایران له ویاړ څخه د ډک هنر یوه(۱) برخه نندرې ته وړاندې کوي.
د دغه نندرتون په څنګ کښې د خط معلی د قران د خوشنویسۍ هنرمند محسن ابراهیمي د روزنې په ورکشاپ کښې په ایران کښې د خط په پیدایش، د خط معلی د پیدایش د تاریخ او د هغه د ځانګړتیاو غور وکړ او په دې ډګر کښې یې خپلې تجربې وړاندې کړې.
https://iqna.ir/fa/news/4056552

captcha