IQNA

د مثنوي شرح د تربیتي علومو د دایره المعارف په معنا ده

15:21 - May 11, 2022
د خبر لمبر: 3485788
تهران(ایکنا)- د ایران ستر فیلسوف محمد تقي جعفري د شرح مثنوي معنوي په نوم کتاب کښې د مثنوي کیسو د قراني جرړو په بیانولو سربیره د هغه تربیتي مضامین بیان کړي دي .

د شرح مثنوي معنوي کتاب د ایران د  فیلسوف او د ادیب محمد تقي جعفري یو(۱)  اثر دی چې د لندن د ایراني مطالعاتو د اکیډمۍ مشر سید سلمان صفوي د دغه کتاب او د هغه د لیکوال ځانګړتیاوې بیان کړي دي .

د مولانا جلال الدین رومي مثنوي معنوي کتاب په هنري ژبه د اسلامي عرفان ترټولو مهم کتاب دی او نن سبا په ختیځې نړۍ او په لویدیځې نړۍ کښې مثنوي د رحماني اسلامی استازی دی .

په تیرو اووسوو (۷۰۰)کلونو کښې د مثنوي کتاب په هکله ډیر تفسیرونه لیکل شوي چې د بیلابیلو نظرونو له کبله د ویشل کیدا وړ دي .

په دغه تاریخي سفر کښې د علامه تقي جعفري تفسیر معنوي ډير زیات اهمیت لري .

علامه جعفري په خپل تفسییر مثنوي کښې هڅه کړي ده چې د مولانا رومي مثنوي تعلیمات د نړۍ د نن ورځې د ادبیاتو د تعلیماتو په څنګ کښې ورولي او هغه په ځانګړي ډول د روسیې د ادیب  «تولستوی» او د بریتانیا د شاعر  شیکسپیر اثارو ته اشاره کړي ده او د ریاضۍ او د فیزیک د علومو د پوهانو ځینو رایو ته یې هم اشاره کړي ده .

د علامه تقي جعفري د شرح بله ځانګړتیا د قران او د  روایتونو پراساس د مولانا د افکارو بیا بیانول دي .

علامه تقي جعفري په خپل تفسیر کښې د قران جرړې داسې مطالب چې مولانا رومي مطرح کړي دي بیان کړي دي او له بلې خوا یې د هغه فکر جرړې د تیرو وختونو د کتابونو په عرفاني ادبیاتو کښې ښودلي دي .

د علامه د شرح مثنوي بله ځانګړتیا د مثنوي معنوي د انسجام مسله ده ؛ علامه تقي جعفري باوري دی چې مثنوي کوټلتیا لري او ادبیات له یوبل سره په ارتباط کښې دي او کیسې د یوه (۱)کلي مفهموم د القا کولو  هڅه کوي .

یادونه کوو چې علامه محمد تقي جعفري په نولس سوه پینځویشتم(۱۹۲۵) میلادي کال کښې زیږیدلی او په نولس سوه اته نویم(۱۹۹۸) میلادي کال کښې وفات شوی و او هغه د ایران داسې فیلسوف او عالم دی چې د ایران په تبریز ښار کښې زیږیدلی او خپلې زده کړې یې په تهران او د عراق په نجف کښې په دیني مدرسو کښې وکړې .

هغه د دیني او د فلسفي بحثونو په څنګ کښې له ادبیاتو سره هم ډیره دلچپسۍ لرله او په تیره بیا شرح مثنوي مولانا په دې زمینه کښې د  هغه ځانګړي کتاب دی  .

https://iqna.ir/fa/news/4013538

بچوې: اسلام
captcha