تراوسه د سعودي عربستان د قطر د بحرین د کویت د متحده عربي اماراتو ، د یمن د مصر د لبنان د لیبیا د تیونس د عراق د سني اوقافو دیوان د سوډان د ترکیې د الجزایر د سوریې او د موریتانیا په شمول اولسو (۱۷) هیوادونو ویلي دي چې پرون یکشنبې ورځ د روژې د مبارکې میاشتې اخري ورځ وه او نن دوشنبې ورځ په دغو هیوادونو کښې کوچنی اختر دی .
اردن ، مراکش ، عمان او قناري جزایرو هم چې د روژې مبارکه میاشت یې د اپریل د میاشتې په دریمه(۳) نیټه یعني له بره ذکر شویو اولسو(۱۷) هیوادونو څخه یوه ورځ وروسته پیل کړي وه بیګا د میاشتې د لیدو هڅه وکړه خو تراوسه معلومه نه ده چې په دغو هیوادونو کښې به نن کوچنی اختر وي او که نه .
د عراق شیعه مسلمانانو هم د مخکې کلونو په شان یوه(۱) ورځ په ځنډ سره روژه نیولي وه او پرون یې د میاشتې د لیدو هڅه وکړه .
د افغانستان د طالبانو د میاشتې د لیدو د کمیټۍ مسوول او د لوړې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم هم پرون په هیواد کښې کوچنی اختر اعلان کړی و .
په ایران اسلامي جمهوریت او دغه راز په پاکستان کښې به هم سبا دوشنبې ورځ کوچنی اختر وي .
مونږ د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو .
Parstoday.com/ps