IQNA

د هندمسلمانان په یوه تعقیبیدونکي لږکي بدل شوي دي 

13:12 - February 13, 2022
د خبر لمبر: 3485410
تهران (ایکنا) – د امریکا یو ه تکړه او مشهور نظریه وړاندې کونکی او څيړاند نوام چامسکي ووئیل،په هندوستان کې له اسلامه ویرولو،د یوې وژونکي بلا بڼه خپله کړې ده او په هند کې ئې کابو دوه سوه پنځوس میلیون آبادي په یوه تعقیبیدونکي لږکي بدله کړې ده .

ایکناخبری اژانس Pakistan Observer  له قوله  را پور راکړ،د امریکا تکړه او مشهور نظریه وړاندې کونکي او څيړاند نوام چامسکي په هغه وبینارکې پخپل ویډیوئي پیغام کې چې د هندي امریکائي مسلمانانو د شورا په وسیله  ترسره شوی ؤ،د مسلمانانو په وړاندې د هندوستان د حکومت په کړچار په نیوکو سره ووئيل،په داسې حال کې چې په درست لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو د پروژې تاوانونه په زیاتیدا دي،په هند کې خپله  ترټولو وژونکي  بڼه خپلوي .

نوام چامسکي همداراز ووئيل،د نریندرا مودي هندو زوړ پال یا افراط پال رژيم ،په تیره بیا دهند ترکنټرول لاندې کشمیرکې د جنایتونو سختول زیات کړي دي .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د کشمیرجنایتونه یوه اوږده مخینه لری،ووئيل،دغه هیواد اوس په یوه نیواکي ټاټوبی بدل شوی او پوځي کنټرول ئې د نیواکي فلسطین په شان بڼه خپله  کړې ده .

 پر نوام چامسکي سربیره څو نورو پوهنتونوالو هم،په هندکې د کرکیجنو او تاؤتریخجنو اقداماتو او خبرو د زیاتیدا په موضوع سره په دغه وبینار کې ګډون وکړ .

 https://iqna.ir/fa/news/4036043/محقق-ب

captcha