IQNA

پاکستان له افراط پالنې سره دمقابلې کلک هوډلري

16:15 - January 24, 2022
د خبر لمبر: 3485313
 تهران (ایکنا)-  دپاکستان حکومت د اسلامی همپالنې او اعتدال پالنې  دسیاست ددودولو په موخې سره  نیّت لري ډير زر دپاکتسان په لاهور ښار کې د الازهر پوهنتون یوه څانګه تاسیس کړي.

ایکناخبري آ ژانس راپور راکړ،د پاکستان د مذهبی چارو وزیر  صاحبزاده نورالحق قادري په همداوروستیو کې په پاکستان کې د مصر له سفیر  طارق محمد دحروج سره پّ کتنې کې په لاهو ښار کې د الازهر کالج په نامې سره د الازهر پوهنتون د یوې څانګې د تاسیس لپاره د خپل هیواد دحکومت دفیصلې خبر ورکړی ددی .

په لاهور کې دا یران د کلتوری  خونې  د خبرتیا په اساس ، په دغې کتنې کې پير انوارالحق  قادري،د دو اسلامی هیوادونو ترمینځ  په دیني چارو  او تعلیمي حوزې کې  ملګرتیا مهمه بللې او وئيلي  دي ،په مصر کې الازهر پوهنتون به ، په لاهور کې دالازهر کالج یا پوهنځي لپاره  د استاذانو ،متنونو  او درسي کتابونو تامینیدا برابره کړي او  ددغه پوهنځي مدیریّتي او اداري  چارې به د پاکستان په غاړه وي . \

د پاکستان د دغه مرکزی وزیر په وینا   د ضرورتونو د تامینولو او  نظارت لپاره به   د مرکزي  حکومت د خارجه ، تعلیمي  او مذهبی چارو د وزارتونو اود  پنجاب صوبې د اوقافو وزارت د    کارپيژاندو یوه کمیټې  جوړه شي .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روښانه راتلونکي لرلید ته د رسیدا لپاره  په پاکستان کې د الازهر پوهنځي  تاسیس لازم  ګني،ووئيل ، ډیر زر به ددغه کالج د تاسیس لپاره د پاکستان او مصر د حکومتونو ترمینځ  یو رسمي تفاهم نامه لاسلیک شي .

له معتدل اسلامه پیروي  او د مختلفو اسلامی مذهبونو د پیروګارو ترمینځ د ګډ سوله ایز ژوند لپاره زمینه جوړونه ، د پاکستان د مرکزي او پنجاب صوبې د حکومتنونو  یو غوره سیاست دی .دې ته په پام سره چې پاکستان د فرقه پالنې په چارو کې یو ډیرحساس هیواد دی ،او دغه اسلامی هیواد  په تیرو څلورو لسیزو کې د مذهبی افراط پالنې  له څپو ډير نه جبرانیدونکي تاوانونه زغملي دي .له دغې سترې اجتماعي ستونزې سره مقابله د پاکستان دمرکزی او صوبائی حکومتونون  یوه اصلي  غوښته ده .

https://iqna.ir/fa/news/4030908

captcha