IQNA

روسیه د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره شرطونه لري

17:26 - August 21, 2021
د خبر لمبر: 3484547
تهران(ایکنا) -د افغانستان په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې په باب د روسیې دخارجه وزیر څرګندونې او کابل ته د د طالبانو د دسیاسی دفتر دمشر ملاعبدالغني برادر ورتلل ، د افغانستان له بدلونونو سره اړونده تر ټولو مهمې پيښې دي .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د طالبانو په رسمیّت پيژندنې لپاره شرط وټاکه او وې وئيل ، دا موضوع د دوي له اقداماتو سره او د غه راز د دوي د چلند له نرمښت او له خپلو ژمنو سره ددغې ډلې داعمالو له سمون خوړولو سره اړه لري .
لاؤروف له رسندویو سره په خبرو کې زیاته کړې ده ، د عمل په میدان کې واقعیّتونه (یعني پر افغانستان د طالبانو کنټرول ) موجود دي چې درست ئې مني ، خو د طالبانو د په رسمیّت د پيژندنې پاتې مسئلې دې سره اړه لري ، چې ددغې ډلې چلند تر کومه اندازه د دوي له اعلامیو او ژمنو سره سمون خوري .
د روسیې خارجه وزیر دخبریالانوپه ټول کې د افغان کډوالو دمنلو دامکان په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې هم ووئيل ، روسیه د پناه غواړو د منلو په موضوع کې د نړیوالو انساني حقوقو په ډګر کې خپلو ژمنو ته خاص پام کوي
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو یوې خبرې سرچینې وئيلي دي ،د طالبانو د سیاسی دفتر مشر او سیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر نن سهار کابل ته وارد شوی او د افغانستان د نوي حکومت د جوړولو لپاره ئې خبرې اترې پيل کړی دی ،تر دې دمه په دې اړه لازیات جزیات نه دي راپور شوي .
همداراز د متحده عربی اماراتو خارجه وزارت هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دامریکا په غوښتنې پسې ، امارات پنځه زره افغان ښاریز ،نورو هیوادونو ته د دوي له منتقلولو مخکې په موقته توګه دیره کوي .
له بل پلوه امارات خبری آژانس (وام ) مدعي شوی چې دغه هیواد تر دې دمهد خپلو هوائي ډګرونو له لارې او له الوتکو څخه په استفادې سره له افغانستانه د کابو اته زره پنځّه سوه افغان ښاریزو د ویستلو لپاره شرائط برابر کړ ي دي.
دم ګړۍ ډیری هیوادونو د افغانستان دکډوالو له منلو ډډه کړې ده . په دغو هیوادونو کې د آسټریا ، یونان ، او فرانسې پشمول ځيني اروپائي هیوادونه شامل دي چې د افغان مهاجرو له منلو سره ئې مخالفت کړیدی .

https://iqna.ir/fa/news/3992025

captcha