دا جوماتونه چې د شیخ حسینیه لخوا پرانستل شوي، د 1 ملیارد ډالرو د یوې لوی ساختماني پروژې برخه ده چې په 2017 کې پیل شوې.
په دې پروژه کې 560 جوماتونه شامل دي چې ټولنیز او تعلیمي آسانتیاوې پکې هم شاملې دي.
حسینا په ډهاکه کې د خپل رسمي استوګنځي څخه د ویډیو کنفرانس له لارې 50 جوماتونه افتتاح کړل او هیله یې څرګنده کړه چې دوي به د اسلام د ښه عکس العمل او د افراطیت له منیځه په وړلو کې مرسته وکړي.
د بنګله دیش لومړې وزیرې وویل"موږ ولیدل چې څنګه خلک د مذهب په نوم ترهګرۍ ته مخه کوي، د خلکو وژنه او نفرت خپرول د اسلام عکس خرابوي. هرڅوک، د سیاستوالانو ، مدني ټولنې او ښوونکو په ګډون باید د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړي. خلک باید پدې پوه شي چې هیڅوک به د نورو په وژلو سره جنت ته لاړ نشي.
نور جوماتونه به په راتلونکو میاشتو کې د مختلف مذهبي او ملي مراسمو لپاره پرانستل شي.
3976730