IQNA

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر:

اسلامي جمهوریت د امام خمینی (ره) تر ټولو مهم نوښت بلل کیږي

23:55 - June 05, 2021
د خبر لمبر: 3484351
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب ستر لارښود وویل: زموږ هیواد او ولس نن سبا او په راتلونکي کې ضرورت لري چي د معزز امام یاد او خاطره ژوندي وساتي او ساتنه ورڅخه وکړي.
د حضرت ایت الله خامنه ای د اطلاع رسونې د دفتر له رابور سره سم، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حضرت امام خمینی ره د ۳۲ تلین په مناسبت نن په ژوندي بڼه په ټلویزون کې په خپلو وېناو کې ټینګار وکړ چي د بزرګوار امام تر ټولو مهم ابتکار یا نوښت همدغه اسلامي جمهوریت دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکېد وکړ: زموږ د بزرګوار امام کار دا و چي  د اسلامي جمهوریت فکر او نظریه رامینځ ته کړه او هغه یې د مختلفو سیاسي نظرونو په دګر کې راوست او بیا یې پلي کړ.
هغوی زیاته کړه: د نړۍ په سیاسي جوړښتونو کې چي په تېرو دوو پېړیو کې رامینځ ته شوي دي، هیڅ یو داسي نظام مي نه دی پېژندلی چي د اسلامي جمهوریت په شان یې د ړنګېدو وړاندوینې او پروپاګنداوي شوي وي، له اولي ورځي څخه هغو بدغواړو چي نه یې غوښتل د اسلامي جمهوریت د نظام رامینځ ته کېدا ومني، ویل یې چي دغه نظام به تر راتلوونکو دوو میاشتو پوري نسکوره شي.
حضرت ایت الله خامنه ای څرګند کړ: د هغوی دغه ډول لیدلوری له نورو انقلابونو څخه سرچینه اخیسته ځکه چي په نړۍ کې د انقلاب په پایله کې اکثره رامینځ ته شوي نظامونه اول له جوښ او جذبو څخه ډک وه خو وروسته بیا ژر له زوال سره مخامخېدل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د دغه نظام د ثبات او د پاتي کېدو راز په دغه دوو ټکو کې نغښتی دی: جمهوریت او اسلامیت، یعنی ولس او اسلام، جمهوری د خلګو په معنا ده او اسلام یعنی مذهبی ولس پالنه.
هغوی زیاته کړه: زموږ د بزرګوار امام ستر کار دا و چي د اسلامي جمهوریت دغه نظریه رامینځ ته کړه او هغه یې د بېلابېلو سیاسي نظریو په ډګر کې راوست او پلي یې کړ.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل: امام رضوان الله تعالی علیه له مختلفو اړخونو منجمله د پوهی او دینی معرفت له نظره یو بزرګوار انسان و، د دغه نظریې د رامینځ ته کولو تر شا له اسلام څخه د امام ژوره پژندنه او معرفت نغښتی دی. هغه اسلام پېژاندل او پوهېدل چي اسلامي حاکمیت د اسلام اصلي پیغام دی.
حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړه: امام خمینی ره د خدای په توکل او په ولس باندې په باور او له دین څخه د خپلي پوهي په مټ په کلکه ودرېدا او د اسلامي جمهوریت نظریه یې مخ ته بوتله او دغه ستر نوښت یې په عملي ډکر کې پلي کړ، دا چي دین باید حاکم ووسي او خلګ په دې حاکمیت کې رول ولوبوي یوه جذباتي فیصله نه ده بلکي د اسلام له متن څخه راخیستل شوې ده. د دین حاکمیت د قرآن شریف له لوري په روښانه توګه مطرح شوی دی که څوک د دې منکر ووسي نو له قرآن شریف نه یې سمه اخیسته نه ده کړې.
هغوی وویل: قرآن شریف فرمایي: پیغمبران مو واستول چي ولسونه ورڅخه پیروی وکړي، په کومو څیزونو کې؟ د قسط، جهاد، سزا او نړیوالو موافقو پوري اړوند ایاتونه چي راغلي دي د دین د حکومت معنا ورکوي.
د حضرت آیت الله خامنه ای له دفتر
captcha