IQNA

د عربستان الوتکو په مارب ولایت بریدونه کړي دي

10:25 - April 10, 2021
د خبر لمبر: 3484228
تهران (ایکنا) - د یمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې د پوځ او د ولسي کمیټیو له پراخو پرمختګونو سره په یووخت د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو په دغه ولایت کښې په یوشمیر سیمو سختې بمبارې وکړې.
د یمن د مقاومت ځواکونو په تیرو اونیو کښې د مارب ولایت په جنګ کښې ډیر پرمختګونه کړي دي .
حاضردمه د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په مارب ولایت کښې د یمن د ځواکونو د سختو عملیاتو په دلیل له پراخو دباونو سره مخامخ دی .
د یمن د مارب د تیلو بډایه او سټراتیژیک ولایت د ازادولو د عملیاتو نوی پړاو څه د پاسه دوه (۲) میاشتې کیږي پیل شوی او د یمن ځواکونه اوس د مارب ښار ته نږدې شوي دي .
دغه راز د یمن د پوځ ویاند پرون وویل زمونږ یوې (۱) بې پایلوټکې الوتکې د سعودي عربستان په «ابها» هوايي ډګر کښې په پوځي هدفونو بریدونه وکړل .
هغه وویل د یمن عسکرو په دغه برید کښې د «قاصف کی دوه » په نوم بې پایلوټه الوتکه کارولي ده او دغه برید ډیر دقیق و .
د سعودي عربستان په خمیس مشیط کښې د باچا خالد د هوايي ډګر په څنګ کښې د ابها هوايي ډګر په هغو هوايي ډګرونو کښې شامل دی چې د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف زیاتې حملې له دغو دوو (۲) هوايي اډو څخه ترسره کیږي.
تهران راډیو
captcha