د داعش ترهګره ډله چې په الجزایر کې د «د اسلامي حکومت لويه صحرا سیمه» په نوم مشوره او په دغه هیواد کې په الساحل سیمه کې فعال ده، د خپلو ځواکونو د تقویت په هدف د الجزایز په قرآني مرکزونو چې په دغه هیواد کې د زوایا په نوم مشور دي، کې فعال کسان په مالي مرستو سره ځان ته جلب کوي.
داعش دا کار د قرآن زده کونکي په فکر کې تاثیر له لارې او د افراطی جهادي افکارو په خپرولو سره ترسره کوي او دا ډله چې زیات پکې ځوانان دي، په خپلو لیکو کې د شاملیدو لپاره په مختلفو لارو هڅونه کوي.
دې مسئلې د الجزایر د ټولنیزې غبرګون راپارولي او په عدالت کې د محاکمې غونډې ترسره کولو لامل شوي او هم په دې لړ کې، د الجزایر جنایي محاکمې په المسیله قضایي شورا کې په یوه غونده کې پنځه کسان چې له داعش سره یې تړون لرلو، له درېو څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند او جریمې محکوم کړي.
3914636