حمدحسن د دغې هېبتناکې چاودنې د مړو شمېر پنځوس او د ژوبلو شمېر دوه زره اوۀ سوه اعلان کړ، خو د لبنان د رسنيو د تازه رپوټونو له قوله د مړو شمېر لږ تر لږه اتياو او ژوبلو شمېر څلورو زرو ته رسېدلے دے.
دغه سخته چاودنه پرون مازيګر د لبنان به بيروت بندري ښار کښې رامنځته شوه.
د لبنان د ګمرک عمومي مدير وويل: نائيټرېټ ماده د بېروت په بندر کښې د چاودنې سبب شوې ده.
د بېروت ګورنر دغه چاودنه يوه ستره ملي غميزه وبلله او هغه يې د هيروشيما له چاودنې سره پرتله کړه.
د لبنان د سرکاري خبري آژانس د اعلان له مخې امدادي ټيمونه همدا اوس روغتونونو ته د ژوبلو کسانو د منتقلولو په هلوځلو بوخت دي.
د لبنان وزيراعظم حسان دياب له دغې بوږنونکې پېښې وروسته نن چارشنبه په ټول لبنان کښې د عمومي وير اعلان وکړ.