IQNA

په جلال اباد کښې په زندان برید

9:06 - August 03, 2020
د خبر لمبر: 3483464
تهران (ایکنا) یو شمېر وسلوالو کسانو بیګا ماښام په جلال اباد ښار کې د ننګرهار پر ولایتي زندان برید وکړ. رپوټونه وایي چې له یوې درنې موټربم چاودنې وروسته وسلوال بریدګر زندان ته ننوتل او څو ساعته یې له امنیتي کسانو سره جګړه وکړه .

وروستي رپوټونه وایي چې ډزې بندې شوې دي، خو افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه زندان ته نه دي ننوتلي او وایي چې بریدګر لا هم ژوندي دي.
ځایي چارواکو منلې ده چې له دې برید وروسته یو شمېر زندانیان له بندي خانې تښتېدلي دي، خو بېرته د امنیتي کسانو لخوا نیول شوي.
چارواکي وایي، د برید له ځایه لږ تر لږه د دوه(2) کسانو مړي او ۲۴ ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
په سیمه کې د چورلکو غږونه هم اورېدل شوي.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوي یوه پیغام کې ویلي چې دا چاودنه او ورپسې ډزې دوی پورې اړه نه لري.
تر اوسه کومې بلې وسلوالې ډلې هم د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
سیمه کې له موټربم چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي
پر خواله رسنیو د پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې یو تښتېدلی زنداني د امنیتي کسانو لخوا بېرته نیول کېږي.
دغه زنداني وایي، وسلوال زندان ته ور ننوتل او هلته یې بندي کسانو ته وویل چې له زندانه ووځي.
د ننګرهار زندان د جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې د جلال اباد- تورخم په عمومي سړک پروت دی او ورسره په خوا کښې د محکمې، څارنوالۍ او ترافيکو ولایتي ادارې دي.
دا برید پر داسې مهال کېږي چې پرون د اختر پر دریمه د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د اوربند دریمه ورځ هم وه.

تهران راډیو

captcha