IQNA

د آیت ا...محقق کابلی رحلت د افغان ولس لپاره نه جبرانیدونکی ضائعه ده

22:23 - June 12, 2019
د خبر لمبر: 3482243
نړیواله ډله: آیت ا... محقق کابلی داسلامی نړۍ یو اغیز شیندونکی او نامتو دینی شخصیّت ؤ چې سوچه محمدی دینی د فرهنګ د دودولو او داسلامی تعلیماتو دپراختیا لپاره ئې ارزښتمند ګامونه پورته کړی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا.... او دسولې د عالی شورا مشر محمد کریم خلیلی په جلاجلا اعلامیو کې ستر دینی مرجع آیت ا.... شیخ قربان علی محقق کابلی د رحلت په مناسبت دافغانستان مسلمان ملت او د نړۍ اهل تشیَع ته په تسلیّت وئیلو سره وئیلی دی ، آیت ا... محقق کابلی داسلامی نړۍ یو اغیز شیندونکی او نامتو دینی شخصیّت ؤ چې سوچه محمدی دینی د فرهنګ د دودولو او داسلامی تعلیماتو دپراختیا لپاره ئې ارزښتمند ګامونه پورته کړی دی .
د افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ  دوی دغه راز وئیلی ددغه  ربانی عالم  او دتقلید دمرجع  ملکوتی رحلت د افغانستان د مسلمان ملت،علمیه حوزو  او دنړۍ  دمسلمانانو ستر تاوان دی  چې  نه جبرانیدونکی دی .
د افغانستان د ستر دینی مرجع  او دجهاد په وخت کې غوره رول لوبونکی دینی عالم  آیت ا... قربان علی محقق کابلی په رحلت پسې په درست افغانستتان کې علمیه حوزو درې ورځې ویر اعلان کړی دی .خدای بخښلی آیت ا.. محقق کابلی د سه شبنې په شپه دایران په قم سپیڅلی ښار کې دیوې اوږدې ناروغۍ له امله  له نړۍ سترګې پټې کړی او دپنجشنبې په ورځې به د دغه ښار د حضرت بې معصومه (س) دحرم په خوا کې خاورو ته وسپارل شی  
 دتهران ریډیو درست کارکونکی په دې مناسبت یو ځل بیا  ددغه لوی دینی مرجع کورنۍ او درستو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82744
captcha