IQNA

د ایران د اسلامي انقلاب آئيډیالونه باید د خپلې لارې مشال وګرځوو

13:10 - June 03, 2019
د خبر لمبر: 3482216
نړیواله ډله: د افغانستان د بلخ ولایت د شیعه علماؤ د شورا مشر د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کښې ترټولو ستر ژغورونکی انقلاب وباله.آوا خبري آژانس لیکلي چې محمد کاظم جعفري پرون د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کښې (د لمر په غم کښې) تر عنوان لاندې غونډې کښې وویل: که د افغانستان ولس له جنګ او ناامنۍ ځان خلاصول غواړي نو پکار ده چې د ایران د اسلامي انقلاب آئيډیالونه ځانته مثال وګرځوي.

هغه زیاته کړه: حضرت امام خمیني(رح) د اسلام ژوند بخښونکی دین نړۍ ته معرفي کړ او خلک یې د اسلامي هیوادونو خلاف د امریکې په دسیسو خبر کړل.

د بلخ د شیعه عالمانو د شورا مشر د اسلام د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل: دښمنان، اسلام له مینځه نه شي وړلی او دا د متعال خدای وعده او ژمنه ده چې بریالیتوب، د اسلام دی.

محمد کاظم جعفري څرګنده کړه: که د افغانستان خلک د اسلام د ګرانقدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)، د هغوي د ګرانو اهلبیتو علیهماالسلام او د اسلام د مشرانو له مبارزو په الهام اخیستلو سره خپل دین ژوندی وساتي نو په افغانستان کښې به جنګ دوام ونه مومي.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82583

captcha