IQNA

له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان، پاکستان او چين د خارجه وزيرانو ترمېنځ د ملګرتيا تفاهم ليک لاسليک شو.

22:40 - December 15, 2018
د خبر لمبر: 3481761
نړیواله ډله: رسنيو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه د افغانستان ، پاکستان او چين د خارجه وزيرانولخوا د تفاهم ليک د لاسليکېدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکتسان، چين او افغانستان خارجه وزيرانو شاه محمد قرېشي، وانګ يي او صلاح الدين رباني نن په کابل کښې د صلحې له درې اړخيزې غونډې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه د يو تفاهم ليک له لاسليکولو وروسته په يو اخباري کانفرنس کښې ګډون وکړ.د پاکستان خارجه وزير شاه محمد قرېشي په دغه اخباري غونډه کښې وويل، په افغانستان کښې صلح يوه کورنۍ مسئله ده چې پکار دي خپله د افغانانو لخوا مديريت شي.
قرېشي په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره له افغانستان سره په ملګرتيا باندې په تاکيد سره وويل، اسلام آباد او کابل پکار دي په دې زمينه کښې له يو بل سره ملګرتيا وکړي او تفاهم او اعتماد ولري.
د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني هم په دغه اخباري کانفرنس کښې  له سياسي او سيمه ايزې ملګرتيا له لارې د دغه هېواد د بحران د هواري او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په دوام تاکيد وکړ.
د چين خارجه وزير وانګ يي هم په دغه اخباري کانفرنس کښې زياته کړه کابل، اسلام آباد او بيجېنګ په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د صلحې د ټينګښت لپاره جدي دي او خپل ټول کوششونه پکاروي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78952
captcha