IQNA

د جاکارتا قرآن کریم په مقابلو کښې د اندونیزیا ۴۲ ماشومانو مقابلې + انځور

22:58 - December 11, 2018
د خبر لمبر: 3481751
نړیواله ډله: د قرآن کریم حفظ مقابلې په اندونیزیا کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن برخې ځوانانو او ماشومانو قرآن کریم زدکړه کوونکو ځانګړې برخې له اړخه په جاکارتا کښې پيل شوې.

د ایکنا راپور له مخې، د dar-alquran.org انټرنیټي ویبپاڼې نه په نقل، سید معمر المحضار په اندونیزیا کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن برخې مشر دغه خبر اعلان سره وویل: دا قرآنی مقابلې د قرآنی فعالیتونو او پروګرامونو په سلسلې کښې د دغه موسسې له اړخه په اندونیزیا کښې پيل شوې.
هغه زیاته کړه: د قرآن لوستونکو ترمنځه د قرآن کریم انګېزه پیدا کولو، د اړیکو ټینګتیا، د الله کتاب سره تمسک لپاره دغه قرآنی مقابلو کښې ګډون هدف وو.
هغه په ادامه کښې څرګنده کړه: په دغه مقابلو کښې چې په اندونیزیا کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د زوکړې میلاد سره سم پيل شوې، له ۵ نه تر ۱۶ کلنه ۴۲ نر او ښځې ماشومانو شتون لرلو چې د عمر په درې ډلو کښې تقسیم شوې وو او په هره ډله کښې د مقابلو لپاره د حفظ مقدار د قرآن کریم(له ۳۰ نه تر ۵ سپارو حفظ) نه مشخص شوې وو.
captcha