IQNA

د لیبی ښاریزو له شیخ قشقش، مشهور قاری سره مخه ښه

19:48 - September 17, 2018
د خبر لمبر: 3481520
نړیواله ډله: د لیبی پلازمینې په طرابلس ښار کښې د اسلامی نړۍ مشهور قاری او عالم شیخ مصطفی قشقش جنازه خاورو ته وسپارلې شوه.
د ایکنا راپور له مخې، د الوسط ورځپاڼي نه په نقل، په لیبیا کښې د جمعه په ورځ د لمانځه نه ورستو د اسلامی نړۍ مشهور عالم، قرآن قاری او په لیبیا کښط د قران کتابت کمېټۍ مشر شیخ مصطفی جنازه په اولاد موسی هدیره کښې خاورو ته وسپارلې شوه.
شیخ قشقش چې د ټول قرآن حافظ وو، د جمعه په ورځ په ۸۳ کلنه عمر کښې د لیبیا په پلازمینه طرابلس کښې له نړۍ سترګې پټې کړې او د هغه جنازه د هغې د خپلوانو، ملګرو، شاګردانو او د لیبیا د ښاریزو په شتون کښې خاورو ته وسپارلې شوه.
دا د قرآن کریم قاری او عالم په کال ۱۹۳۵ کښې زږېدلی وو او ډېر زر یی ټول قرآن کریم حفظ کړو او د تونس په زیتونه پوهنتون کښې زدکړه ترلاسه کړه او د قرائات په علمونو کښې مدرک ترلاسه کړو.
دا قرانی عالم له کال ۱۹۶۲ تر ۱۹۸۶ د قرآنی علمونو مدرسو مشرتوب په غاړه لرلو او له کال ۱۹۷۲ نه تر ۱۹۹۸ پوری یی د لیبیا په قران کریم کمېټه کښې د تل پاتې استازی په توګه فعالیت کولو.
http://iqna.ir/fa/news/3746836
captcha