د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د فارس خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان د ملګرو ملتو د ګډوالو د چارو له لوړرتبه چارواکو سره په کتنه کښې زیاته کړه: اسلام آباد هڅه کوي چې د یوې حل لارې په برابرولو سره په پاکستان کښې د افغان مهاجرینو حالت ښه کړي.
د پاکستان د حکومت د احصائیو له مخې څه باندې دوه نیم میلیونه افغان کډوال په پاکستان کښې موجود دي چې له یو نیم میلیونو زیات یې په قانوني توګه ثبت شوي خو پاتې یو میلیون (لس لکه کسان) یې د قانوني اقامت او پیژندګلوۍ مدارک نه لري.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان په دې وروستیو کلونو کښې د افغان کډوالو خلاف غلیمانه او په زوره د هغوي د ویستلو سیاست غوره کړی و.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76381