IQNA

برهان محمد؛ لومړي امریکایی چې د دبی قرآن مقابله یی ګټلې

5:22 - June 12, 2018
د خبر لمبر: 3481254
نړیواله ډله: احمد برهان محمد ۱۶ کلنه ماشوم، لومړي امریکایی دی چې د دبی قرآن په نړیواله مقابلو کښې لومړي مقام ترلاسه کړي دی.

د ایکنا راپور له مخې، د ام پی آر نیوز نه په نقل، احمد په امریکا کښې د مینه سوتا ولایت په نیوبرایتون اوسېدونکې دی چې دې کال یی د دبی قرآن کریم په نړیواله مقابلو کښې لومړي مقام ترلاسه کړي.
په دې مقابلو کښې، چې د ۱۰۰ نه زیات هیوادونو په کښې ګډون کړي وو ټولو سره مقابلې نه پس ترټولو لومړي جایزه ترلاسه کړې ده.
هغه په چهارشنبه باندې خپل هیواد ته ستون شوې د ام پی آر نیوز خبریال سره مرکه وویل: په دې چې لومړي امریکایی یم او په دومره لوي مقابلې کښې می مقام ترلاسه کړي، د افتخار احساس کوم، او دا چې د هیواد استازی یم او دا بری می ترلاسه کړې ډېر خوشحاله یم.
هغه چې له اووه کالو نه د قرآن حفظ او یادولو او په مقابلو کښې د ګډون تمرین کوې، زیاته کړه: کله چې وړوکې وم نو د قرآن کریم قرائت به می د سورت په سورت حفظ کولو تمرین کولو او ورو ورو مې د زیات حفظ شورو کړو او بیا په ورځ کښې به مې د یو سورت نه زیات حفظ کولو.
هغه د دې سوال په ځواب کښې چې د دې مقابلې په مقام ترلاسه کولو کښې کوم عوامل ورسره تړاو لري وویل: لومړي څیز چې په دې مقابلو او په قرائت کښې مهم دې دا دې چې آیتونه په ښه توګه حفظ کړي که څه هم مونږ د آیت په قرائت کښې غلط شو نو زنګ وهې او د دې مطلب دا چې آیت له سره قرائت کړه. همدارنګه د قاري د اواز ښکلا ډېر اهمیت لري. مونږ باید د قرائت او تلاوت قانون خیال وساتو، د ځینو تورو تلفظ هم ډېر مهم دي.
په ادامه کښې ټام له هغه وپوښتل: کله چې ته په تلاوت کښې مشغول وې، نو زنګ یی وو نه وهلو، آیا ستا هیڅ غلطې نه نکړه‎؟ نو احمد برهان ځواب ورکړو: هو دارنګه ډېر کم کېږي چې څوک بې له خطا آیتونه له حفظ نه قرائت کړي.
تام کرن همدارنګه له هغه وپوښتله: آیا په مقابله کښې تاسې ته وایئ چې دا یوه سورت قرائت کړه یا پخپله انتخاب کوي؟ هغه ځواب ورکړو: هغوي انتخاب کوي او په دې ګټه کښې چانس څه رول نه لرلو.
هغه په اخیره کښې وویل: زما لپاره په دې مقابلو کښې ګډون یواځې تمرین نه وو، بلکې تمرین ایمان هم دی. د قرآن کریم د پوهنې ژوروالي د هر کس د ایمانه پورې ده، ایمان دی چې زمونږ پاخه او پوهه کوي.
وایئ، هغه چې ۶۸زره ډالر یی ګټلې اراده لري چې دا یوې خیریه ته ډالي کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3721332
captcha