IQNA

په موریتانی کښې یو شیعی مرکز غصب

20:15 - June 06, 2018
د خبر لمبر: 3481244
نړیواله ډله: د موریتانی اسلامی چارو وزارت، د دغه هیواد نواکشوت ولایت په شمال کښې واقع د دار النعیم ښار شیعیانو سره تړلې د امام علی علیه السلام مرکز غصب کړو.

د ایکنا راپور له مخې، د alakhbar.info خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د موریتانی په نواکشوت ولایت کښې واقع د امام علی علیه السلام مرکز چې یو جومات او مدرسه لري، د موریتانی اسلامی چارو وزارت له اړخه غصب شو.
دا وزارت همدارنګه، د دغه مرکز د جومات امام لرې کولو سره هغه ته یی اعلان کړي چې یوه اونۍ وخت لري چې د دغه مرکز جومات او کور ترک کړي.
د موریتانی اسلامی چارو وزارت د دې اونۍ په اخیره کښې د امام علی علیه السلام مرکز نه کتنه کړي وه چې د دغه مرکز سره تړلې انجمن آل البیت نه یی کتنه وکړه او د هغې سره تړلې ټولې برخې او محتویات یی وڅېړل.
دا شیعیانو مرکز له کلونو نه په دارالنعیم ښار کښې فعالیت کوي او په اسلامی مناسبتونو کښې جشنونه او پروګرامونه پیل کوې او دغې مرکز ته نظم ورکولو لپاره ایران او لبنان ته سفرونه کوي.  
موریتانی او جمهوری اسلامی ایران دې وخت له یو بل سره رسمي اړیکې لري او په موریتانی کښې د ایران سفیر له کال ۲۰۱۰ نه په دغه هیواد کښې شتون لري، که څه هم په ایران کښې د موریتانی هیواد شتون د خدمت په کچه دي.
http://iqna.ir/fa/news/3718588
captcha