IQNA

په لیبیا کښې د قرآن کریم حفظ کولو سنت، لرګې الواح(تختۍ)

23:09 - March 19, 2018
د خبر لمبر: 3481111
نړیواله ډله: په لیبیا کښې د قرآن کریم حفظ کولو سنت، د لرګو تختۍ استفاده کول او په هغې باندې د قرآن کریم لیکلې شوي آیتونه دی چې په دغه هیواد کښې د قرآن کریم حفظ کولو ترټولو ښه طریقه شمېرلي کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د akhbaralaan.net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په لیبیا کښې د ابرار قرآن کریم حفظ مرکز دی چې د لرګو په الواح(تختو) باندې د قرآن کریم حفظ کولو سنت یی تراوسه ساتلې دي او د قرآن کریم زده کوونکو ته له هم هغې نه درس ورکوي، دا مرکز د سیتدرا ختیځ په مصراته ښار کښې آباد دي.
د قرآن کریم حفظ کولو دې مرکز استادان اعتقاد لري چې د قرآن کریم حفظ دا سنتی طریقه له نورو طریقه نه کامیابه او ښه ده او د قرآن کریم حفظ له دې طریقې سره ډېر زر ترلاسه کوي.
د الواح دا لرګې د زیتون له ونې جوړېږي او د حفظ طریقه دارنګه ده چې هر قرآن زدکړه کوونکې، د قرآن کریم ایتونه په دغه تختۍ وړاندې کېږي چې پرې هغه لپاره آیتونه لیکلې شوي وې او هغه دغه آیتونه په اوچت غږ کښې قرائت کوي.
د پوهنتون استاد او د دې قرآنی مرکز فعال محمد ساسهو په دې طریقه د قرآن کریم حفظ کولو په اړه وویل: د قرآن کریم د لرګو الواح چې له نيکونو تر مونږ  رسېدلي ده یوه ډېره ښه طریقه ده چې د قرآن کریم د حفظ لپاره ترې استفاده کېږي او مثبت نتیجه یی ډېره زر ترلاسه کېږي او د ډېرو هیوادونو حافظان د حفظ کولو دا طریقه خوښه وې.
په لیبیا کښې د قرآن کریم حفظ کولو سنتی طریقې پیدایښت وخت دقیق معلوم نه دی خو ولی د قرآن کریم استادان دا طریقه له خپلو نيکونو او نسلونو نه ترلاسه کړي ده.
http://iqna.ir/fa/news/3700344
captcha