IQNA

قدس د اسلامی میراث تلپاتي پلازمېنه

0:33 - March 18, 2018
د خبر لمبر: 3481109
نړیواله ډله: عرب اتحادیي د قدس شریف ښار د اسلامی میراث تلپاتي پلازمېنه په توګه انتخاب کړو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسکای نیوز ویبپاڼې نه په نقل، د بیت المقدس(میثاق) اسلامی څېړنو او میراث احیاء موسسې مشر خلیل قراجه رفاعی، په یوه غونډه کښې چې د قاهره عرب اتحادیي په مرکز کښې پيل شوه، وویل: دا اتحادیه د قدس شریف ښار د اسلامی میراث تلپاتې پلازمېني په توګه انتخاب کوي او په راروان کال کښې د عربی میراث ټاکلو په ورځ د ښار میراث معرفي کولو لپاره قدس ټاکي.
په دې غونډه کښې چې په ۲۱ اسفند باندې د مصر اوقاف وزیر محمد مختار جمعه، د عرب اتحادیی ټولنیزه چارو مشر بدرالدین علالی او د عربی هیوادونو غړو په شتون کښې پيل شو، رفاعی په خپل تقریر کښې وویل: د قدس هویت ثابت دی او د اسرائیل هڅې د فلسطینی ولس مخامخ په ماتی سره محکوم دی.
په دې مراسمو کښې په قاهره کښې د فلسطین غړو ضحا جراد او سلسبیل بسیسو او د میراث احیا کولو موسسې کتابتون مشر خالد علیان هم شتون لرو.
د فلسطینی ډلې ګډون کوونکو به دې مراسم کښې، د باب المغاربه(د مسجد الاقصی له مشهورو دروازو) ویجاړولو او د اسرائیل له اړخه د فلسطینی او انساني میراث او آثارو غلا په اړه دوه مستند وړاندې کړل.
همدارنګه د قدس ځنې لرغونې آثار او یو شمېر تاریخی هنري آثار چې د عرب اتحادیه ترې په قاهره کښې په خپل مرکز کښې له ساتنه کوي، نندارې لپاره وړاندې کړي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3699549
captcha