IQNA

د روهینګیا کډوالو سره د تګزاس مسلمانانو مالی مرسته

11:29 - December 14, 2017
د خبر لمبر: 3480872
نړیواله ډله: د امریکا په تګزاس ولایت کې د آستین (Austin) ښار مسلمانانو خیریه ډلې ۵۵ زره ډالره مالی مرسته د روهنیګیا مسلمانانو لپاره را جمع کړي دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د mystatesman خبرونو ویبپانې نه په نقل، د مالي مرستي پروګرام «مرستې لپاره مسکان» عنوان سره د کرون پلازا (Crowne Plaza) په هوټل کښې پیل شو چې د آستین ۲۰۰ ښاریزو ګډون وکړو.
د آستین ښار مسلمانانو خیریی ډلې او د دې پروګرام مشر کنت میزورلا (Kenneth Misurella)، وویل: سره د دې چې د ملګری ملتونو له اړخه د روهینګیا مسلمانان د نړۍ ترټولو مظلوم خلک ټاکلې شوي بیا هم دې مسئلې ته پام نه کېږي.
هغه زیاته کړه: زمونږ خیریی ډلې د تګزاس ولایت په مختلفو ښارونو کښې خلکو ته د ماښامې ډوډي دعوت ورکړو او هغوي نه یی د روهینګیا مسلمانانو سره د مرستې غوښته وکړه چې د دالاس ښار نه ۶۰۰ زره ډالر مالی مرسته یی راجمع کړه.
میزورلا وویل: را جمع شوې ډالرو باندې به د روهینګیا مسلمانانو لپاره خوارک، څادر، څښلو اوبه او نور د ضرورت سامان اخیستلې کېږي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3671860

captcha