قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس ټوډی نه په نقل، نن له غرمې وروسته د لغمان د والي د ویاند له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کښې راغلي چی د لغمان د مرکز او پنځو ولسوالیو دینی عالمانو په یوه ناسته کښې بیت المقدس یا دمسلمانانو د لومړۍ قبلې د اسرایلو د پلازمینې په توګه په رسیمت د پیژندو اعلان په سختو ټکو وغانده او هغه یی د ټولو اسلامي مقدساتو سپکاوی وباله.
د والی د ویندوی له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کی دغه راز راغلي چې د لغمان ولایت دیني عالمانو د افغانستان د جمهور رییس او اجرائیه رییس او د پارلیمان د غړو د هغه څرګندونو ملاتړ وکړ چې د ډونلډ ټرمپ وروستی کړنې او څرکندونې یې غندلې دي. د لغمان ولایت دیني عالمانو همدارنګه دیوڅلور ماده ییز پریکړه لیک په صادرولو سره دافغانستان پر ټولو مسلمانانو غږ وکړ چې د امریکا د جمهور رییس د وروستي اقدام پر وړاندې سره یو موټی شي او سوله ایز لاریونونه چی عام المنفعه ځایونو ته پکښې تاوان ونه رسیږي ترسره کړي.
parstoday.com